د بلوچستان په نوشکي کې د پولیو د واکسیني ډلې پر ساتونکو په برید کې يو پوليس وژل شوی دی.
د بلوچستان حکومت وياند شاهد رند رسنيو ته په استولې خبرپاڼه کې ويلي دي چې دا بريد نن (د مې پر ۲۷مه) د نوشکي په جلال اباد سيمه کې شوی دی.
که څه هم نوموړي د واکسینو د روان کيمپېن د ودرېدو په اړه څه نه دي ويلي خو د بلوچستان رسنيو ليکلي دي چې د امنیتي اندېښنو له امله یې په نوشکي کې د ګوزڼ پر وړاندې روان کیمپېن تر نامعلوم وخته ځنډولی دی.
تر اوسه لا د بريد ذمه واري چا نه ده منلې خو شاهد رند په بیان کې زياته کړې ده چې د پېښې پلټنې یې پیل کړي او د "ورانکارو" پرضد به عمليات نور هم ګړندي کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د مې له ۲۶مې د ګوزڼ د مخنيوي پينځه ورځنی واکسيني کيمپېن او په افغانستان کې څلور ورځنی واکسيني کيمپېن روان دی چې پر مهال یې روغتیايي کارکوونکي کور په کور ګرځي او تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکو ماشومانو ته څاڅکي ورکوي.
د پاکستان د پولیو مخنیوي ادارې پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې د روان کيمپېن پر مهال به څه باندې ۴۵ مېلیونه ماشومان واکسینوي.
بلخوا په افغانستان کې د طالبانو حکومت ويلي دي چې د روان کيمپېن پر مهال به ۱۱.۸ مېليونه ماشومان واکسينوي.
پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی.
پاکستان کې د روغتيا ملي ادارې روان کال په هغه هېواد کې د ګوزڼ ۱۰ پېښې ثبت کړې دي چې ورڅخه یې څلور ماشومان د سیند، پينځه د خیبر پښتونخوا او یو د پنجاب اوسېدونکی دی.
تر دې مخکې په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د پولیو ټولې ۷۴ پېښې ثبت شوې وې. تېر کال په پاکستان کې د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې. په هغه هېواد کې په ۲۰۲۳ز کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې.
بلخوا په افغانستان کې تېر کال ۲۳ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې زياتره يې د هېلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي ول.