د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې د ډرون بريدونو خلاف احتجاج کوونکو پرلت پای ته رسولی دی


د میرلي مشرانو د مې پر ۲۶مه د شمالي وزيرستان له انتظامیې او پوځي چارواکو سره مذاکرات وکړل.
د میرلي مشرانو د مې پر ۲۶مه د شمالي وزيرستان له انتظامیې او پوځي چارواکو سره مذاکرات وکړل.

د شمالي وزيرستان په میرلي کې د ډرون بريد خلاف راوتلو پرلتوالو د مې پر ۲۶مه له ضلعي انتظاميې او پوځي چارواکو سره تر مذاکراتو وروسته خپله احتجاجي ناسته پای ته رسولې ده.

د پرلت يو مشر مولانا بیت الله او د شمالي وزیرستان انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) محمد یوسف کریم د مې پر ۲۶مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې دواړه لوري موافقې ته رسېدلي او پرلتوال بیرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

په ميرلي کې د شمالي وزيرستان دوو انتظامي چارواکو حبیب الرحمان او غني الرحمان هم مشال راډیو ته وویل چې د مې پر ۲۶مه د جرګې ۱۵۰ مشرانو له حکومتي او پوځي مشرانو سره څو وارې پرله پسې مذاکرات وکړل چې په پایله کې یې د جرګې مشران دې ته رضا شول چې خپل پرلت ختم کړي.

مولانا بیت الله د مې پر ۲۶مه ناوخته پرلتوالو ته د وینا پر مهال هغه نکات بیان کړل چې دوی پرې له حکومت او پوځ سره موافقې ته رسېدلي دي.

نوموړي زياته کړه: "سر له ننه به پر عام ولس ډرون بریدونه نه کېږي، که د وسلوالو پر ضد د عملیاتو پر مهال د هاوان (مارټر) یا ډرون برید اړین وي نو د ولسي خوندیتوب خیال به ساتل کېږي."

د هغه په وينا، په میرلي کې د مې پر ۱۹مه د ډرون بريد د پلټنو لپاره به تحقیقاتي کمېشن جوړېږي، او که د تحقیقاتو پر مهال کوم افسر پړ وپېژندل شو نو پر ضد به یې قانوني کارروايي کږي.

مولانا بيت الله داراز زياته کړه: "د میرلي د پوځ برېګیډیېر او د هغه مرستیال یې که سمدستي له هغې سيمې بدل نه کړل شول نو د هغوی په موجودګۍ کې به د ډرون او هاوان کوم بل برید نه کېږي."

د هغه په وينا، په مذاکراتو کې دا هوکړه هم وشوه چې په سیمه کې به انټرنېټ بحال وي خو کوم کسان چې د حکومت او پوځ خلاف "پروپاګند" کوي، نو حکومت د هغوی خلاف د کاروايي "حق" لري.

مولانا بیت الله وړاندې وویل چې حکومت او پوځ ته یې په ډاګه ویلي دي چې که ولسي خلک بیا په نخښه شول نو ولس به یو وارې بیا احتجاج کوي او لویې لارې به تړي.

هغه زیاته کړه چې انتظامي چارواکو په لیکلي بڼه نه، خو په شفاهي توګه دا خبره هم ومنله چې په ډرون برید کې به اغېزمنې شوې کورنۍ ته د شهدا پېکېج له مخې معاوضه ورکول کېږي.

پي ټي ای په خيبر پښتونخوا کې د ډرون بريدونو خلاف احتجاجي مظاهره کړې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:14 0:00

د ځايي خلکو په وينا، د مې پر ۱۹مه د شمالي وزیرستان په هورمز سیمه کې د پاکستان پوځ په ډرون برید کې د حافظ شاه فهد د کورنۍ څلور ماشومان ووژل شول او دوه مېرمنې او یو بل ماشوم يې ژوبل شول.

پرلتوالو له هغې ورځې راهیسې د وژل شویو ماشومانو جسدونه د میرلي انتظامي او پوځي کيمپ مخې ته د احتجاج په توګه ايښي ول او شمالي وزيرستان ته دننه او بهر تلونکې لارې يې تړلې وې.

د شمالي وزیرستان انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) محمد یوسف کریم مشال راډیو ته وویل چې د پرلت له مشرانو سره یې تفصیلي خبرې وکړې، هغوی یې مطمین کړل او باور یې ورکړ چې پوځ او حکومت به د وسلوالو پر ضد د عملیاتو پر مهال د عام ولس خوندیتوب ته "جدي" پاملرنه کوي.

د میرلي پرلتوالو تر دې مخکې ویلي ول چې که له انتظامیې او پوځ سره یې مذاکرات کامیاب نه شول نو د ماشومانو جسدونه به اسلام اباد ته وړي او هلته به خپل پرلت ته دوام ورکوي.

ګڼو سیاستوالو او مدني فعالانو په شمالي وزیرستان کې په ډرون بریدونو کې د ولسي خلکو او په ځانګړي ډول د ماشومانو په نخښه کولو باندې غبرګون ښوولی او دا بریدونه یې غندلي دي.

بل پلو د پاکستان پوځ د عامه اړيکو دفتر (ای اېس پي ار) د مې پر ۲۱مه په خپاره کړي بيان کې ادعا کړې وه چې هغه بريد د پاکستان پوځ نه، بلکې وسلوالو طالبانو کړی دی. خو تر اوسه لا هېڅ وسلوالې ډلې د پوځ د پوځ د ادعا په غبرګون کې څه نه دي ويلي او نه هم مشال راډيو په خپلواک ډول د دې دعوې پخلی کولی شي.

دا لومړی ځل نه دی چې د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمو، په ځانګړې ډول په شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان کې د پوځ په ډرون بریدونو او هاوان مرميو (مارټر ګولو) کې عام خلک وژل کېږي.

د روانې مې مياشتې په نيمايي کې د جانېخیلو ولس په بنو کې د هغه ډرون بريد پر ضد پرلت وهلی وو چې په يو کور کې یې ۱۵ ماشومان ژوبل کړل. خو تر يوې اونۍ احتجاج وروسته ورسره ځايي انتظامیې مذاکرات وکړل او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د ولسي وګړيو خونديتوب ته به ځانګړې پاملرنه کېږي.

تر هغه مخکې په ميرلي او د جنوبي وزيرستان په بېلابېلو برخو کې هم د پاکستاني پوځ د ډرون او هاوان بریدونو پر ضد احتجاجونه شوي دي.

خلکو له حکومت او پوځ څخه غوښتنه کړې ده چې د ولسي وګړيو د کورونو له ویشتلو دې لاس واخلي. بلخوا پوځ ويلي چې د وسلوالو پر ضد د عملياتو پر مهال د ولسي وګړيو خونديتوب ته پام کوي.

XS
SM
MD
LG