د لاسرسي ځای

تازه خبر

په باجوړ او ملاکنډ کې درې کسان وژل شوي دي


امنيتي سرتېري په باجوړ کې د څوکۍ په حال کې - انځور له ارشيفه
امنيتي سرتېري په باجوړ کې د څوکۍ په حال کې - انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا په باجوړ کې وسله والو ۲ ځوانان وژلي او په ملاکنډ کې يو نرښځی د تښتوونکي لخوا وژل شوی دی.

د باجوړ پولیسو له مشال راډيو سره په شريکو کړيو معلوماتو کې ويلي چې د مې په ۲۵مه، نامعلومو وسله والو د شپې په کوهي سالارزو کې پر دوو کسانو ډزې وکړې. د پولیسو د معلوماتو ترمخه، د وژل شويو ځوانانو نومونه سلمان او فرمان او عمرونه یې ۲۰ کلونه وو. هغوی د خپل کور مخې ته وژل شوي دي.

پولیسو د تېر په څير دا ځل هم ويلي چې د برید پلټنې یې پيل کړي او وسله وال د پېښې له ځايه تښتېدلي دي. تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

په باجوړ کې د هدفي وژنو لړۍ له څو کلونو راهیسې روانه ده. په دې حملو کې امنيتي سرتېري، د بشري حقونو فعالان، سیاستوال، ديني عالمان او قومي مشران وژل شوي دي.

په باجوړ سربیره، په دې وروستیو کې په شمالي وزیرستان، بنو، لکي مروت، جانيخېلو او د خيبر پښتونخوا په يو شمېر نورو سيمو کې د هدفي حملو یوشمېر پېښې شوې دي چې ځايي اوسېدونکي يې د امنیت په اړه اندېښمن کړي دي. په هغو سيمو کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

بلخوا د خیبر پښتونخوا په ملاکنډ درګۍ کې يو نرښځې په ډزو وژل شوی دی. د بدرګې څوکۍ انچارج نور زمين شاه د مې په ۲۶مه مشال راډيو ته وويل چې ۲۲ کلن نرښځی شهاب الدين عرف وفا د شپې په وخت له يو پروګرامه کور ته روان وو چې ووژل شو. په برید کې د نرښځي ډرايور ژوبل شوی دی.

د پولیسو په وينا د شوکت په نوم يو تن کوښښ کاوه چې وفا وتښتوي. خو هغه مزاحمت کړی وو. پولیس زیاتوي چې شوکت او وفا پخوا ملګي وو خو کله چې ورسره وفا تعلق ختم کړ نو شوکت خفه شو. پولیس وايي دوی کوښښ کوي چې ملزم ونیسي.

په خيبرپښتونخوا کې پر نرښځيانو د بريد دا لومړۍ پېښه نه ده. تر دې وړاندې هم ګڼ نرښځيان وژل شوي دي. په دې صوبه کې د نرښځيانو د حقونو دپاره کار کونکي تنظيم ټرانس ايکشن الائنس شميرو ترمخه د ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې په خيبرپښتونخوا کې ۱۲۵ نرښځيان وژل شوي دي. پر دې سربیره، پولیسو ويلي چې اکثره وخت له نرښځيانو په وړاندې د باج اخیستو، جنسي تشدد او تښتوونې پېښې رامخته کېږي.

XS
SM
MD
LG