د خیبر ضلعې د تیرا بر قمبر خېلو ځينو مشرانو مشال راډيو ته ويلي چې د پاکستان پوځ ورته امر کړی چې د وسله والو پر ضد عمليات پيلوي نو ځکه دې د بېخېل، وليخېل او دوربیخېل کلو خلک کډې وکړي.
خو د تيرا او باړې د سیاسي ګوندونو مشران او قومي سپين ږيري وايي دوی له کډو کولو ستړي شوي دي او بیا د بې کورۍ ژوند نه شي کولی. د تیرا ملک دین خېل قوم یو مشر هاشم خان اپریدي د مې په ۲۵مه له مشال راډيو سره په خبرو کې پوښتنه وکړه چې د اغزن تار او پوځيانو د موجوديت باوجود وسله وال څنګه د دوی سیمو ته ورځي؟
هغه زیاته کړه: "له افغانستان سره په پوله اغزن تار لګول شوی دی. په تيرا کې له ډېر وخت راهیسې پوځ موجود دی. نو یا دا وسله وال په کومه لار راننوتل؟ څنګه د وسله والو شمېر زیات شو؟ وسلې څوک ورکوي؟ دا خو د امنيتي ځواکونو ناکامي ده. اپريدي وويل چې امنيتي ځواکونو نه يوازې د وسله والو مخه نه ده نیولې بلکې د عملياتو په وخت یې د ولسي وګړو پر کورونو مارټر ګولۍ ويشتلې دي."
هېڅوک خپلو کورونو پرېښودو ته تيار نه دي. دوی به چرته ځي؟حميدالله جان اپریدی
په تیرا بر قمبر خېلو کې د ځينو سیمو اوسېدونکو ته په عارضي ډول د کډه کولو امر په داسې حال کې شوی چې هلته ناامني زیاته شوې ده. د مې په ۲۳مه هلته وسلوالو ۳ ځوانان امنیتي ځواکونو ته د جاسوسۍ په تور وژلي وو.
په تېرو شپږو مياشتو کې د وسله والو او پوځيانو ترمنځ نښتې هم شوې دي. خلک وايي د نښتو په وخت یې مارټر ګولۍ او ډرون ميزايلو په کورونو لګېدلي چې ولسي وګړي پکې مړه او ژوبل شوي دي.
د خیبرپښتونخوا حکومت ، امنيتي ځواکونو او د خیبر ځايي انتظامیې تر اوسه په قمبرخېلو کې خلکو ته د کورونو د پرېښودو د امر په اړه څه نه دي ويلي. خو په خیبر کې مېشته امنيتي ځواکونو په بېلابېلو وختونو کې مشال راډيو ته په لېږلو معلوماتو کې دعوې کړې چې د عملياتو په مهال د ولسي وګړو ځانګړی خيال ساتي.
بلخوا له باړې د قامي اسمبلۍ پخواني غړي، قومي او سیاسي مشر حمیدالله جان اپریدي مشال راډيو ته وويل چې ولسي وګړي له امنيتي ځواکونو او وسله والو دواړو په تکليف دي. د هغه په وينا په قمبرخېلو کې نيږدې ۲۰۰ کورونو ته د کډو کولو ويل شوي. "خلک وتلو ته تیار نه دي. وسله وال طالبانو خو په کلو کې دېره نه دي. په غرونو کې دي. په تيرا ميدان کې نه هوټلونه شته او نه د کرایې ځایونه. خلک به چرته ځي؟"