د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان او افغانستان کې د پوليو واکسينو کمپاين پيل شو


په کراچۍ کې يو ماشوم ته د پولیو واکسين کېږي
په کراچۍ کې يو ماشوم ته د پولیو واکسين کېږي

د مې په ۲۶مه، په پاکستان او افغانستان کې د پوليو ضد واکسينو کمپاين پيل شو.

د روغتيا نړيوالې ادارې د پاکستان څانګې د مې پر ۲۶مه وويل چې د جون تر لومړۍ نېټې پورې روان دی چې په دې کمپاين کې ۴۵ ميليونه ماشومانو ته د ګوزڼ د مخنيوي څاڅکي ورکول کېږي. د هغې ادارې په وينا څلور لاکه روغتيايي کار کوونکي به کور په کور ګرځي او دا واکسین به کوي.

د پاکستان د پولیو د مخنيوي ادارې ويلي چې د دې کمپاين بر مهال به په پنجاب کې ۲۳.۳ مېليونه، په سيند کې ۱۰.۶ مېليونه، په خيبر بلوچستان کې ۷.۳ مېليونه، په بلوچستان کې ۲.۶۶ مېليونه، د پاکستان تر واک لاندې کشمير کې ۰.۷۴ مېليونه، په ګلګت بلتستان کې ۰.۲۸ مېليونه او په اسلام اباد کې به ۰.۴۶ مېليونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکول کېږي.

بلخوا په افغانستان کې د طالبانو حکومت ويلي چې د مې له ۲۶مې څخه یې د واکسینو څلور ورځني کمپاين پيل کړی دی. د طالبانو د حکومت د روغتيا وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې په دې کمپاين کې به يوولس اعشاريه اته ميليونو هغو ماشومانو ته واکسين وشي چې عمرونه یې له پينځوو کلونو څخه کم وي. دا کمپاين د ملګرو ملتونو د روغتيا ادارې په مرسته کېږي.

په ۲۰۲۴ کال کې په پاکستان کې د پولیو ټولې ۷۴ پېښې ثبت شوې وې. تېر کال په پاکستان کې د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې. په هغه هېواد کې په ۲۰۲۳ کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په افغانستان کې تېر کال ۲۳ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې زياتره يې د هېلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي ول.

پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه يوازيني هېوادونه دي چې لا هم پکې د پوليو معذورونکی وایرس شته دی. د ګوزڼ د ناروغۍ مخنیوی د واکسینو په کولو ممکن دي خو که کوم ماشوم پرې اخته شي، نو بیا یې درملنه نه شي کېدلی.

XS
SM
MD
LG