افراسياب خټک: نوي سیاسي وضعیت ته پام نه کوونکي ګوندونه خپل وجود بایلي
د ملي جمهوري غورځنګ یو مخکښ او د پاکستان پخوانی سېنېټر افراسیاب خټک وايي چې په پاکستان کې سیاسي و ضعیت مخ په بدلېدو دی. نوموړي د مې پر ۲۷مه مشال راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، هغه ګوندونه چې نوي سیاسي وضعیت ته پام نه کوي، خپل وجود له لاسه ورکوي. د هغه په وینا، په خیبر پښتونخوا کې پاکستان تحریک انصاف ځکه بريا ترلاسه کړه چې د نورو ګوندونو له دودیزو لارو څخه ستړي شوي خلک ورباندې راټول شول. خټک وايي د پښتون ژغورنې غورځنګ بیانیې ته هم له دې امله د قبایلي سیمو ولس هرکلی ویلی دی. بشپړ مرکه.