د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ وايي پوتين "له اور سره لوبې" کوي


د امريکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين جلا، جلا انځورونه -
د امريکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين جلا، جلا انځورونه -

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ یو ځل بیا د روسیې پر مشر ولادیمیر پوتین سختې نیوکې وکړې او ويلي يې دي چې هغه "له اور سره لوبې کوي."

نوموړي زياته کړه چې تر اوسه یې روسیه د ځینو نه‌ افشا شویو سختو اقداماتو څخه "ژغورلې" ده، خو اشاره یې ورکړه چې د پوتین لخوا د اوربند غوښتنې ته د پام نه کولو له امله، اوس د هغه صبر کمېږي.

ټرمپ د مې پر ۲۷مه پر خپلې ټولنيزې شبکې ټروت وليکل: "هغه څه چې ولادیمیر پوتین يې نه‌ درک کوي دا دي چې که زه نه وای، نو له روسيې سره به ډېر بد شیان مخکې لا شوي وای، او زما مطلب ډېر بد شیان دي. هغه له اور سره لوبې کوي."

بلخوا د روسیې د امنیت شورا لوړپوړي چارواکي، او پخواني ولسمشر او وزيراعظم دیمیتري میدویدیف د ټرمپ نیوکو ته په ځواب کې د درېيم نړیوال جنګ یادونه وکړه.

میدویدیف پر خپله اېکس پاڼه په انګريزي ژبه ولیکل: "د ټرمپ د هغو خبرو په اړه چې پوتین 'له اور سره لوبې کوي' او 'د روسیې لپاره به ډېر بد شیان' پېښېږي، زه یوازې په یوه ډېر بد شي خبر یم — درېيم نړیوال جنګ. هیله لرم چې ټرمپ دا خبره درک کړي."

دا تر هغه وروسته ده چې د اوکراین د ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي په خبره، روسيې د مې تر ۲۶مې پورې، د درو ورځو په موده کې له ۹۰۰ زيات توغندي پر اوکرایني اهدافو ویشتلي دي.

د مې پر ۲۵مه پر اوکراين په شویو هغو بریدونو کې ۱۳ ولسي وګړي وژل شوي ول. بلخوا مسکو ادعا کړې ده چې یوازې یې نظامي اهداف په نخښه کړي دي.

د مې ۲۶مې برید تر هغه وروسته تر ټولو لوی برید وو، چې روسیې شاوخوا درې کاله وړاندې پر اوکراین یرغل پیل کړ. دا برید تر هغه یوه ورځ وروسته وشو چې ټرمپ پر ټولنیزو شبکو ولیکل چې پوتین "په بشپړه توګه لیونی" شوی دی.

په عين حال کې د مې پر ۲۷مه ناوخته روسيو چارواکو وویل چې اوکراین پر روسیې پراخ ډرون بریدونه کړي دي.

د روسیې دفاع وزارت وویل چې د دغه برید په ترڅ کې ۱۱۲ اوکرایني ډرونونه یا له مينځه يووړل شول یا هم شنډ شول، او دغه بریدونه د مسکو پر وخت د شپې له نهو بجو تر نیمې شپې پورې وشول، چې د پلازمېنې د دوو هوايي ډګرونو فعالیت یې محدود کړ.

وزارت زیاته کړه چې دغه ډرونونه د روسیې له شپږو مختلفو سیمو څخه تېر شوي ول.

ټرمپ په دويم ځل د امريکا ولسمشر منتخب کېدو وروسته تندې هڅې پيل کړي چې د روسيې او اوکراين تر مينځ اوربند وشي او جګړه پای ته ورسېږي.

نوموړي په دې لړ کې له پوتين، زېلېنسکي او نورو مشرانو سره پر ټېلېفون خبرې هم کړي دي.

کييف او مسکو د مې پر ۲۳مه، ۲۴مه او ۲۵مه د يو بل ۱،۰۰۰، ۱،۰۰۰ بنديان خوشې کړل چې د پيل شوې هغې جګړې پر مهال د بنديانو تر ټولو لويه تبادله وه.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين یرغل وکړل. تر هغه وروسته د دواړو هېوادونو سرتېرو سختې جګړې کړي او د يو بل زرګونه سرتېري یې وژلي دي.

روسیې د اوکراين ګڼې برخې نيولي دي. بلخوا د هغې جګړې ختمولو لپاره لا د سولې خبرو څه نتيجه نه ده ورکړې.

  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG