روسیې او اوکراین د روسیې د پراخ یرغل له پیل راهیسې د بنديانو تر ټولو لويه تبادله ترسره کړه، چې پکې سلګونه عسکر او ولسي وګړي شامل دي.
د دواړو هېوادونو چارواکو د مې پر ۲۳مه وویل چې دا لړۍ به د اونۍ په پای کې هم دوام ومومي.
د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د مې پر ۲۳مه پر ټېلېګرام وليکل: "موږ خپل خلک بېرته کور ته راوړو. د ۱،۰۰۰ په بدل کې د ۱،۰۰۰ کسانو د تبادلې د هوکړې لومړۍ برخه عملي شوه."
زېلېنسکي زياته کړه، د هر لوري ۳۹۰ کسان تبادله شوي او تمه ده چې دا تبادله د مې پر ۲۴مه او ۲۵مه هم دوام ومومي.
د روسيو او اوکراینيو چارواکو په وینا، د مې پر ۲۳مه په تبادله کې ۲۷۰ عسکر او ۱۲۰ ملکي کسان شامل ول.
تر دې څو ساعته وړاندې، د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي ول چې روسیې او اوکراین "همدا اوس" تبادله بشپړه کړې، چې له یوې اونۍ وړاندې په استانبول کې د سولې د خبرو له پیل راهیسې پلان شوې وه، او دا به "ژر عملي شي."
نوموړي پر خپلې ټولنيزې شبکې ټروت وليکل: "دواړو لوریو ته د دې مذاکراتو مبارکي وایم. ایا دا به د یو لوی شي پیل وي؟؟؟"
تر دې یوه ورځ وړاندې، زېلېنسکي ویلي ول چې دا هوکړه "ښايي د مې ۱۶مې د ۱۹ دقیقو د خبرو یوازینۍ حقیقي پایله وي".
د نوموړي اشاره هغو خبرو ته وه چې د اوکراین او روسیې د استازو ترمينځ په استانبول کې وشوې، او دا د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ له یرغل راهیسې لومړۍ مخامخ خبرې وې.
دا بنديانو اوسنۍ تبادله له بیلاروس سره د اوکراين پر پوله وشوه. بيلاروس د روسیې نېږدې متحد هېواد دی. که څه هم دغه هېواد خپل پوځ د جګړې لپاره نه دی لېږلی، خو د روسیې ملاتړ یې کړی دی.
دا تر هغه وروسته ده چې ډانلډ ټرمپ د مې پر ۱۹مه ويلي ول چې روسيه او اوکراين به "سمدستي د اوربند او جګړې ختمولو لپاره" خبرې پیل کړي.
نوموړي دا خبره تر هغه څو شېبې وروسته کړې وه چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره يې دوه ساعته ټېلېفوني خبرې کړې وې.
ټرمپ تر هغه يوه ورځ وړاندې، د مې پر ۱۸مه ويلي ول چې له پوتين سره يې د خبرو مقصد د وینې توييدنې د هغه بهیر مخنيوی کول دي چې په اوسط ډول پکې په اونۍ کې ۵،۰۰۰ روسي او اوکرایني سرتېري وژل کېږي.
روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين یرغل وکړل. تر هغه وروسته د دواړو هېوادونو سرتېرو سختې جګړې کړي او د يو بل زرګونه سرتېري یې وژلي دي.
روسیې د اوکراين ګڼې برخې نيولي دي. بلخوا د هغې جګړې ختمولو لپاره لا د سولې خبرو څه نتيجه نه ده ورکړې.