د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ وايي روسيه او اوکراين به سمدستي د اوربند او جګړې ختمولو لپاره خبرې پیل کړي


ډانلډ ټرمپ د مې پر ۱۹مه له خپل روسي سيال ولاديمير پوتين سره ټېلېفوني خبرې وکړې.
ډانلډ ټرمپ د مې پر ۱۹مه له خپل روسي سيال ولاديمير پوتين سره ټېلېفوني خبرې وکړې.

د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ويلي دي چې روسيه او اوکراين به "سمدستي د اوربند او جګړې ختمولو لپاره" خبرې پیل کړي.

نوموړي د مې پر ۱۹مه ناوخته پر ټروت ټولنيزې شبکې په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې هغه څو شېبې وړاندې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره دوه ساعته ټېلېفوني خبرې پای ته ورسولې.

ټرمپ زياته کړه: "زما باور دا دی چې خبرې ډېرې ښې ترسره شوې. روسیه او اوکراین به سمدستي د اوربند، او تر دې مهم، د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې پیل کړي. د دې لپاره به د دواړو خواوو ترمينځ شرايط وټاکل شي، ځکه یوازې دوی د مذاکراتو هغه جزیات پېژني چې بل څوک پرې نه پوهېږي."

نوموړي زياته کړه چې له پوتين سره يې د خبرو "لحن او فضا ډېره مثبته" وه او د هغه په وينا روسیه غواړي چې له امريکا سره پراخ تجارت وکړي.

ټرمپ وايي نوموړي له پوتين سره تر ټېلېفوني خبرو سمدستي وروسته د اوکراين له ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي، د اروپايي ټولنې له مشرې اورسولا فن درې لېین، د فرانسې له ولسمشر اېمانول مېکرون، د ایټالیې له وزيراعظمې جورجیا میلوني، د جرمني له وزيراعظم فریدریش ميرڅ، او د فينلينډ له ولسمشر الېګزاندر سټب سره خبرې وکړې.

ټرمپ تر دې يوه ورځ وړاندې، د مې پر ۱۸مه ويلي ول چې له پوتين سره يې د خبرو مقصد د وینې توييدنې د هغه بهیر مخنيوی کول دي چې په اوسط ډول پکې په اونۍ کې ۵،۰۰۰ روسي او اوکرایني سرتېري وژل کېږي.

په عين حال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مې پر ۱۹مه له خپل امريکايي سيال ډانلډ ټرمپ سره تر دوه ساعته ټېلېفوني خبرو وروسته اعلان وکړ چې مسکو چمتو دی چې په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره همکاري وکړي.

د روسیې د دولتي رسنیو په وینا، پوتین وویل چې هیواد یې د اوربند ملاتړ کوي او غواړي چې د سولې د ترلاسه کولو لپاره اغیزمنې لارې چارې رامینځته کړي.

هغه همدارنګه ټینګار وکړ، روسیه چمتو ده چې له اوکراین سره د اوربند د ټینګولو لپاره تفاهم لیک جوړ کړي، په دې شرط چې داسې جوړجاړی وشي چې ټولو خواوو ته د منلو وړ وي.

پوتین هم له ټرمپ سره خپلې خبرې اترې ګټورې او رغنده وبللې او د روسیې او اوکراین ترمينځ يې د مستقیمو خبرو اترو په بیا پیلولو کې د امريکا د رول لپاره له ډانلډ ټرمپ څخه مننه وکړه.

دا تر هغه وروسته ده چې د امریکا ولسمشر تېره اونۍ سعودي عرب، قطر او متحده عربي اماراتو ته د سفر پر مهال وړاندیز وکړ چې که پوتین غواړي، دی چمتو دی چې له هغه سره د خبرو لپاره ترکیې ته ولاړ شي خو پوتین چمتو نه شو او پر ځای یې له اوکراينيو چارواکو سره د خبرو لپاره ترکیې ته خپل مرکچي پلاوی ولېږه.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين یرغل وکړل. تر هغه وروسته د دواړو هېوادونو سرتېرو سختې جګړې کړي او د يو بل زرګونه سرتېري یې وژلي دي.

روسیې د اوکراين ګڼې برخې نيولي دي. بلخوا د هغې جګړې ختمولو لپاره لا د سولې خبرو څه نتيجه نه ده ورکړې.

  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG