د امريکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ د روس ولسمشر ويلاديمېر پوتين په بې ضرورته وژنو تورن کړی او وايي هغه ليونی شوی دی.
ترمپ دا خبرې د مې په ۲۵مه، تر هغه وروسته کړې چې د روسیې پوځ پر اوکراين له دريوو ورځو راهیسې سختې حملې زیاتې کړې دي. هغه زیاته کړې: "ما له پوتين سره تل ښه تعلق درلودلی. خو په دې وروستيوو کې نه پوهېږم څه پرې شوې چې هغه پوره لیونی شوی دی." ټرمپ خبرداری ورکړ چې که پوتین د ټول اوکراين د نيولو هڅه وکړي، نو دا به د روس سقوط ته لاره هواره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې روس په يوه ورځ د اوکراين پر مرکزي ښارونو ۳۶۷ حملې وکړې. ټرمپ دغو بریدونو ته په اشارې ويلي چې پوتين بې ضرورته او بې توجيه خلک وژني.
خو د ولسمشر پوتين دفتر د ټرمپ خبرې احساساتي بللي دي. هغه دفتر په يوه خبرپانه کې ويلي چې په دې حساس وخت کې بايد جذباتي خبرې ونشي او پوتين چې څه کوي د خپل ملک د امنيت لپاره یې کوي.
ټرمپ پر ټولنيزو رسنيوو ليکنو کې د اوکراين پر ولسمشر هم تنقيد کړی. هغه زیاته کړه: "وولوديمېر زېلینسکي چې کله هم خبرې کوي، مشکل جوړوي. هغه بايد دا خبرې بس کړي. زما نه دې خوښې. هغه په دې خبرو خپل ملک ته هېڅ ګڼه نه رسوي."
زېلينسکي د مې په ۲۵مه وويل چې امريکا دې د روس په وروستيوو پراخو بریدونو چپ نه پاتې کېږي. هغه زیاته کړې وه چې د امريکې او نړۍ چپتيا پوتين نورو داسې حملو ته هڅوي.
د يادونې ده چې امريکا اعلان کړی چې کوښښ کوي د اوکراين او روس ترمنځ جګړه پای ته ورسوي. په دې ترڅ کې کيېف او مسکو د مې په ۲۵مه د يو بل ۱۰۰۰ بنديان خوشې کړل چې په ۲۰۲۲ کال کې د پيل شوي جګړې په مهال د جنګي قیديانو تر ټولو لويه تبادله ده.