د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو ادارو له شهباز شریفه د بلوڅانو د ځورنې د مخنيوي غوښتنه کړې ده


د بلوچ یکجهتۍ کمېټۍ غړي د خپلو بندي مخکښانو د راخوشې کولو لپاره په کوټه کې مظاهره کوي - انځور له ارشيفه
د بلوچ یکجهتۍ کمېټۍ غړي د خپلو بندي مخکښانو د راخوشې کولو لپاره په کوټه کې مظاهره کوي - انځور له ارشيفه

د بشري حقونو پينځو نړيوالو ادارو د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ته يو ليک ليږلی او له هغه یې غوښتي دي چې په هغه هېواد کې دې نيولي بلوڅ فعالان خوشې کړي.

د بخښنې نړيوال سازمان (اېمنسټي انټرنېشنل)، فرنټ لاين ډېفېنډرز، فورم ایشیا، د بشري حقونو نړيوال فيدراسيون او د شکنجې ضد نړیوالې ادارې د مې پر ۲۷مه په يو شريک ليک کې ويلي دي چې پاکستان په "منظمه توګه" د هغو فعالانو پر ضد ګامونه اخلي چې د جبري لادرکه کسانو د موندلو لپاره سوله ییزې مظاهرې کوي.

په ليک کې غوښتنه شوې چې د بلوڅانو د پيوستون کمېټې بلوچ يکجهتي کمېټي) د مشرې، ماهرنګ بلوڅې تر څنګ دې د بشري حقونو ټول فعالان "بې له قيد او شرطه" خوشې کړل شي.

یادو ادارو زیاته کړې چې د پاکستان حکومت او امنيتي ځواکونه دې د بلوڅانو د پيوستون کمېټې د غړو ځورول بند کړي او هغه خبریالان دې نه نیسي چې د رياست لخوا د بشري حقونو پر سرغړونو راپورونه جوړوي.

پر خپلو ووبپاڼو په خپاره کړي هغه ليک کې د بشري حقونو یادو ادارو شهباز شريف ته ويلي: "ستا حکومت د مارچ له ۲۰مې راهیسې د بلوچ يکجهتي کمېټۍ ګڼ غړي په جبري ډول لادرکه کړي دي. دا چې پاکستان د نړيوالې ټولنې برخه دی، نو ځکه باید نړيوالو بشري حقونو ته احترام وساتي. سمدستي بايد ټول هغه ښځې او نارينه خوشې شي چې د پاکستان امنيتي ځواکونو نيولي دي. د هغوی ګرفتاري غير قانوني ده."

په ليک کې زياته شوې ده چې د پاکستان حکومت او امنيتي ځواکونه بايد د ترهګرۍ ضد قوانين د بشري حقونو د سوله ییزو مظاهرچيانو خلاف استعمال نه کړي.

د پاکستان حکومت لا د دې ليک په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي، خو تېره اونۍ د پاکستاني پوځ وياند لېفټينېنټ جنرال احمد شريف په يوه خبري غونډه کې دعوه کړې وه چې بلوچ یکجهتي کمېټۍ او ماهرنګ بلوڅه د ترهګرو ډلو "ملاتړي" دي او باید همغسې رویه ورسره وشي.

بلوچ يکجهتي کمېټې او د بشري حقونو نړيوالو ادارو دا تور بې بنياده او "د مظلومو خلکو د غږ خاموشه کول" بللي دي.

د بلوڅانو د پيوستون کمېټې مشره ماهرنګ بلوڅه او لسګونه نور فعالان د مارچ پر ۲۲مه په کوټه کې د خپلو ګرفتارو ملګرو د خوشې کولو لپاره د احتجاج پر مهال نیول شوي ول.

تر هغه وروسته د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) او د پاکستان د بشري حقونو کمېشن له وفاقي او صوبايي حکومتونو غوښتي ول چې ماهرنګ بلوڅه دې خوشې کړي او د "سوله ییزو مظاهرچيانو" پر ضد دې له سخت چلنده ډډه وکړي.

بلخوا د مارچ پر ۲۹مه د پاکستان تر ۱۰۰ زیاتو نومیالیو سیاستوالانو، وکیلانو او د بشري حقونو فعالانو وزیراعظم شهباز شریف ته یو پرانیستی لیک استولی وو چې پکې یې له نوموړي څخه د ماهرنګ بلوڅې په ګډون د ټولو بلوڅ فعالانو د خوشې کولو غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG