دا تر هغه وروسته ده چې د ۲۰۲۴ز کال په جولای کې د پاکستان او د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) ترمينځ د اووه اربه ډالرو پور لپاره د کارکوونکو يا سټاف په کچ نوی تړون لاسلیک شوی وو.
په خرلڅیو کې دا نوی روغتون په داسي وخت پرانیستل شوی د خرلڅیو لار له اووه میاشتني ځنډ نه وروسته د مې پر اتمه یو وارې بیا د تجارت لپاره پرانیستل شوه.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي ار) د مې پر ۱۳مه په یو بیان کې ویلي دي د مې د شپږمې او اوومې نېټې په مينځنۍ شپه د هند له خوا پر پاکستان شویو بریدونو کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۴۰ ولسي کسان هم وژل شوي دي.
په عين حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو د مې پر نهمه د پاکستان پوځ له مشر جنرال عاصم منير او د دغه هېواد له مرستيال وزيراعظم او د بهرنيو چارو له وزير اسحاق ډار سره ټېلېفوني خبرې کړې دي او پر پاکستان او هند يې د کړکېچ راکمولو غږ کړی دی.
وېنس په مرکه کې وويل: "هغه څه چې موږ یې کولای شو دا دي چې هڅه وکړو دغه خلک لږ څه ارام شي، خو موږ به د یوه داسې جنګ مينځ ته نه داخلېږو چې په بنسټیز ډول زموږ کار نه دی، او د امریکا له توان څخه بهر دی چې کنټرول یې کړي."
د پوځ وياند لېفټينېنټ جنرال احمد شریف چودري نن سهار (د مې پر اتمه) په راولپېنډۍ کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وويل د ډرون بريدونو په نتيجه کې په لاهور کې څلور پوځيان ژوبل شوي او بلخوا د سيند صوبې په ميانو کې يو ولسي وګړی وژل شوی دی.
د پوځ وياند جنرال احمد شریف چودري نن سهار (د مې پر اوومه) په راولپېنډۍ کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې هند د پاکستان په بېلا بېلو سيمو کې شپږ ځايونه په نخښه کړي دي. د چودري په وينا، وژل شوي او ژوبل ټول ولسي وګړي دي.
نور وښیئ