د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان مرستيال وزيراعظم او د بهرنيوو چارو وزیر، اسحق ډار چين ته تللی

تازه شو

اسحق ډار په چين کې
اسحق ډار په چين کې

د پاکستان مرستيال وزير او د بهرنيوو چارو وزير اسحق ډار په درې ورځنۍ دوره چين ته تللی دی.

د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې ډار به د مې له ۱۹مې څخه د مې تر ۲۱مې پورې په بيجينګ کې وي. نوموړی به د چين له چارواکو سره د اقتصادي او امنيتي مسايلو په اړه غږېږي او تر څنګ به یې د افغانستان، چين او پاکستان په درې اړخيزه غونډه کې هم ګډون کوي.

په همدې وخت کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنيوو چارو سرپرست وزير، امير خان متقي هم چين ته رسېدلی دی. هغه وزارت د مې پر ۱۹مه، په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې متقي به له اسحق ډار او د چين له بهرنيوو چارو وزیر واتګ يي سره په اقتصادي او سیمه ييزو مسايلو خبرې وکړي.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۵ کال د مې په ۱۰مه په کابل کې د دريواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ خبرې شوې وې. هغه درې اړخیزې خبرې د ترهګرۍ ضد هڅو، اقتصادي همکارۍ او د زیربيناوو د پراختیا په ګډون پر یو لړ نورو موضوعاتو څرخېدلې.

تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي و چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي، یو شیاویونګ، متقي ته د چین د سفر بلنه ورکړې وه چې متقي منلې ده.

د پاکستان او هند ترمنځ د مې په لومړيوو ورځو کې د شوې جګړې وروسته، دا چين ته د اسحق ډار لومړی سفر دی. چين او پاکستان ملګري هېوادونه دي چې له هند سره یې اړیکي ښه نه دي. تر دې مخکې اسحق ډار کابل ته هم تللی وو او ويلي یې وو چې د طالبانو حکومت سره د تجارت او امنيت په برخه کې روابط مهم بولي.

بلخوا د هند بهرنيوو چارو وزير جې شنکر د مې په ۱۵مه، په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنيوو چارو سرپرست وزير امير خان متقي سره په ټيليفون خبرې کړې وې. متقي په يوه خبرپاڼه کې دا خبرې مهمې بللې وې. شنکر د هغو خبرو په اړه ويلي وو چې له متقي یې مننه وکړه چې د هند تر ادارې لاندې د کشمير په پهلګام سیمه کې یې هغه برید وغانده چې ۲۶ ولسي وګړي پکې ووژل شول.

هند تور پورې کوي چې هغه حمله په پاکستان کې پلان شوې وه. د هغې برید ذمه واري د کشمير مقاومت په نوم یوې کمې پېژندل شوې وسله والې ډلې منلې وه. اسلام اباد د هند تور رد کړی خو هند د مې پر اوومه او اتمه د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر او پنجاب صوبه کېځيني ځايونه په ميزايلو وویشتل او د ګڼو وسله والو د وژلو دعوه یې وکړه.

پاکستان د هند د بریدونو په ځواب کې حملې وکړې. پوځ دعوه وکړه چې په ځوابي عملياتو کې یې د هند شپږ الوتکې ویشتلې دي. خو هند دا ادعا رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG