د سولې لپاره د نوبیل جايزې ګټونکې، ملالې يوسفزۍ اعلان کړی چې په لبنان کې دوو خيريه ادارو ته د تعليمي چارو لپاره ۱۵۰,۰۰۰ ډالر ورکوي.
يوسفزۍ د مې پر ۱۹مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په جنوبي لبنان کې د جنګ بندۍ پر اعلان سربیره هم د اسرايلي ځواکونو د هوايي حملو له وجې يو نيم ميليون خلک بې کوره شوي دي چې پکې په زرګونو ماشومان خوندي او مستحکم تعليمي چاپيريال ته لاسرسی نه لري.
هغې زیاته کړې چې د لبنان يوې غيرسرکاري ادارې ته یې د بې کوره شويو خلکو او په ځانګړي ډول ښځو او نجونو سره د سمدستي مرستې لپاره ۷۵۰۰۰ ډالر ورکړي دي. په خبر پاڼه کې راغلې چې همغومره نورې پيسې یې په بېکا دره کې د بحالۍ په کارونو کې د مرستې لپاره اعلان کړې دي چې يوه ځايي اداره به یې د ښوونځيوو د بیا پرانیستلو او نجونو ته د زده کړو په برخه کې د مرستې لپاره وکاروي.
يوسفزۍ چې د خيبر پښتونخوا له سوات سره تعلق لري، په دې خبرپاڼه کې ويلي چې يو وخت هغه هم د وسله وال تصادم په منځ کې اوسېدلې نو ځکه په جنوبي لبنان کې د نجونو په حالت ډېره ښه پوهېږي. هغې زیاته کړې: "تعليم په موږ کې همت، زړورتيا او احساس پيدا کوي."
وسلوالو طالبانو په ۲۰۱۲ کال کې پر ملالې یوسفزۍ برید وکړ او سخته یې ژوبله کړه چې بیا د درملنې لپاره د برتانيا برمېنګم ښار ته ولېږدول شوه. هغې ته وروسته د تعليم لپاره د کړي کار په بدل کې د نوبیل سولې جايزه ورکړل شوه.
د نوبیل جایزې تر اخیستلو وروسته، هغې د ملاله فنډ په نامه اداره جوړه کړ. نوموړې له هغې ادارې خپل کار ته دوام ورکړی او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې یې د ښځو د حقونو او نجونو د تعليم په برخه کې مرسته کړې ده.