روسیې پر اوکراین تازه ډرون بریدونه کړي دي

د مې پر ۲۴مه پر کییف د روسيې ډرون بریدونو کې یو کور په نخښه شوی دی.

د روسیې او اوکراین ترمينځ د بندیانو پر تبادلې سربېره مسکو یو ځل بیا پر کییف ډرون بریدونه کړي دي چې پکې یو شمېر خلک ژوبل شوي دي.

اوکرایني چارواکي وايي چې روسیې د مې پر ۲۴مه سهار یوځل بیا پر کییف د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه وکړل.

د اوکراین ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي د مې پر ۲۴مه پر ټولنیزو شبکو د یوه بیان په خپرولو سره ویلي دي چې تېره شپه بیا ډېره سخته وه.

د کییف ښاروال ویتالي کلېچکو پر خپل ټېلېګرام په هغه ښار کې د چاودنو خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې د هوايي مدافعې ځواک دفاعي اقدامات ترسره کړي دي.

د کییف د پوځي ادارې مشر تیمور تکاچینکو او پولیسو د ښار په شپږو ناحیو کې د زیانونو خبر ورکړی او وايي، ۱۵ کسان ژوبل شوي دي.

تر دې وړاندې د مې پر ۲۳مه سهار د اوکراین پر اودیسه ښار د روسیې د توغنديو د برید په نتیجه کې دوه کسان وژل شوي او يو شمېر نور کسان ژوبل شول.

په عین حال کې د روسیې پوځ هم ویلي دي چې اوکراین د مې پر ۲۰مه د ۷۸۸ بې پیلوټه الوتکو په وسیله د روسیې پر خاوره برید کړی وو. د پوځ په بیان کې راغلي دي چې د هغو ډرونونو له ډلې يې ۷۷۶ شنډ کړي ول.