د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايران وايي يو کس يې اسراييلو ته د جاسوسۍ په تور په دار کړی دی


ايران کې هر کال سلګونه کسان په دار ځړول کېږي ـ انځور له ارشيفه
ايران کې هر کال سلګونه کسان په دار ځړول کېږي ـ انځور له ارشيفه

ایراني چارواکي وايي د هغه هېواد یو وګړی یې اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور په دار کړی دی.

ايراني چارواکو د مې پر ۲۸مه دعوه وکړه چې د پدرام مدني په نوم دغه تن اسراییلو ته "جاسوسي" کوله او له "نا مشروع" لارو څخه يې پيسې تر لاسه کولې.

دا هغه تورونه دي چې د بشري حقونو نړیوال سازمان نیوکې ورباندې کړي او ويلي يې دي چې د پدرام مدني قضیه له "بنسټیزو نیمګړتیاوو" ډکه وه او له هغه څخه په "زور" اعتراف اخیستل شوی دی.

ایراني پولیسو په ۲۰۲۰ز کال کې پدرام تر نیول کېدو وروسته زنداني کړی وو.

په ایران کې د اعدام دا تازه پېښه تر هغه يوه ورځ وروسته مخې ته راغلې ده چې د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې په خپل وروستي خپور کړي راپور کې ويلي دي چې ایران د اعدامونو "وحشیانه لړۍ" روانه ساتلې ده او یوازې يې د مې میاشتې په لومړیو ۲۵ ورځو کې ۱۱۳ کسان په دار کړي دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په روان ۲۰۲۵ز کال کې په ایران کې ۴۷۸ کسانو ته د اعدام سزا ورکړل شوې ده کومه چې د ۲۰۲۴ز کال په همدومره موده کې د اعدامونو ۷۵ سلنه لوړه شمېره ده.

XS
SM
MD
LG