د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: کوټه ګلېډيېټرز او لاهور قلندرز لوبډلې پايلوبې ته وتلې دي


د کوټه ګلېډيېټرز لوبډلې توپوهونکي فين اېلن او سعود شکيل په راولپېنډۍ کې د لوبې پر مهال ـ انځور له ارشيفه
د کوټه ګلېډيېټرز لوبډلې توپوهونکي فين اېلن او سعود شکيل په راولپېنډۍ کې د لوبې پر مهال ـ انځور له ارشيفه

کوټه ګلېډيېټرز او لاهور قلندرز لوبډلې د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د ۱۰م پړاو سیاليو پايلوبې ته وتلې دي.

ټاکل شوې ده چې پايلوبه به د مې پر ۲۵مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه نيمو او د کابل پر شپږو بجو پیل شي.

کوټه ګلېډيېټرز لوبډله وار له مخه لا پايلوبې ته وتلې وه، خو لاهور قلندرز لوبډلې د مې پر ۲۳مه اسلام اباد یونایټېډ ته په ماتې ورکولو سره فاينل ته لاره وموندله.

د لاهور په قذافي لوبغالي کې په هغه لوبه کې لاهور قلندرز لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې يې د اتو لوبغاړو په زيان ۲۰۲ منډې وکړې.

په ځواب کې د اسلام اباد یونایټېډ ټول لوبغاړي په ۱۶م اوور کې د ۱۰۷ منډو تر کولو وروسته وسوځېدل او لوبه يې په ۹۵ منډو بايله.

د پي اېس اېل سیالۍ د اپرېل پر ۱۱مه په راولپېنډۍ کې پیل شوې چې پکې د پاکستان کرکټ بورډ په وینا، ټولې ۳۴ سیالۍ کېږي.

د پي اېس اېل د ۱۰م پړاو لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG