د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ پښتانه ټرانسپورټران د سوځول شویو ګاډو معاوضه غواړي


د پاکستان په کراچۍ ښار کې يو موټروان له سينګار شويو بسونو سره ولاړ دی ـ انځور له ارشيفه
د پاکستان په کراچۍ ښار کې يو موټروان له سينګار شويو بسونو سره ولاړ دی ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان په سيند صوبه کې پښتانه ټرانسپورټران له حکومته غوښتنه کوي چې د هغوی د سوځول شویو ګاډو معاوضه دې ورکړي ګنې ټول هېواد ته به د تېلو رسولو چارې بندې کړي.

په سيند کې د ټرانسپورټ واګې تر ډېره د پښتنو په لاس کې دي او هغوی د هېواد نورو برخو ته په ټانکرونو کې تېل هم لېږدوي.

په کراچۍ کې د مېشتو پښتنو ټرانسپورټرانو د اتحادیو مشرانو د مې پر ۲۱مه په یوه خبري غونډه کې وویل چې د سیند د نوشهرو فیروز په مورو سیمه کې د مې پر ۲۰مه بلوه ګرو مظاهرچیانو د پښتنو ۲۰ ګاډي په بشپړه توګه وسوځول او ۵۰ نورو ته یې جزوي زيان ورساوه.

د سیند د نوشهرو فیروز د مورو سیمې پولیس وايي، د مې پر ۲۰مه ناقانونه پېژندل شوي سيندي ملتپال تنظیم، جيې سيند قومي محاذ، د پاکستان د مرکزي حکومت د هغې پروژې خلاف قهرجنې مظاهرې وکړې چې غواړي له اباسینه شپږ نهرونه (کانالونه) وایستل شي.

هغه پروژه د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت منظوره کړې وه چې اوس یې وفاقي حکومت د عملي کولو هڅه کوي. د پروژې له مخې به پر اباسین دوه نهرونه په سیند، دوه په پنجاب، یو په بلوچستان او یو په خیبر پښتونخوا کې جوړېږي.

د پاکستان حکومت وايي چې د پروژې موخه شاړې ځمکې او بېدیاګانې (دښتې) زرغونول او سمسورول دي چې ګټه یې ټولو صوبو ته رسي خو مخالفان وايي چې نوي نهرونه به یوازې پنجاب ته ګټه ورسوي.

خو د سیند په مختلفو برخو کې د دې لانجمنې پروژې پر وړاندې ولسي وګړو، فعالانو، وکیلانو، زده کوونکو او پر صوبې د واکمن پیپلز ګوند غړو او پلویانو پراخ احتجاجونه کړي دي.

د سیند اسمبلۍ هم په مارچ کې د نویو نهرونو پروژې پرضد قرارداد منظور کړی وو.

په کراچۍ کې مېشت پښتانه ټرانسپورټران وايي حکومت دې د ور اوښتي تاوان معاوضه په ۴۸ ساعتونو کې دننه ورکړي، ګني دوی به له هر ډول فعالیته پرېکون اعلان کړي.

بل پلو د سېند صوبې د کورنیو چارو وزیر ضیاالحسن لنجار د مې پر ۲۰مه پو یو بیان کې ویلي دي چې د پېښې نوټس یې اخیستی دی او د نوشهرو فیروز د پولیسو له مشر څخه یې د پېښې تفصیلات غوښتي دي.

XS
SM
MD
LG