ځاځي اريوب کې د سيلانيانو لپاره اړينې اسانتياوې رامينځ ته کېږي
د افغانستان د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ د سپینې شګې تفریحي سیمې ته د سړک د هوارولو په ګډون، هلته د سیلانیانو لپاره د ځینو اړینو اسانتیاوو برابرول پیل شوي دي. د ځاځي اریوب سپینې شګې سیمه ته، چې په وروستیو کلونو کې ملي پارک نومول شوې، په ځانګړې ډول په ملي او مذهبي مناسبتونو کې د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی دی. د ځاځي اریوب په سپینه شګه کې د ۲۰۰ مېليونه افغانیو په لګښت د یو شمېر تفریحي تاسیساتو او یادې سیمې ته د غځیدلې لارې د هوارولو قرارداد له یو کورني شرکت سره شوی دی. ويډيويي راپور.