د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ایران او پاکستانه ۸۰۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي


له پاکستانه افغان کډوال خپل وطن ته روان دي - انځور له ارشيفه
له پاکستانه افغان کډوال خپل وطن ته روان دي - انځور له ارشيفه

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي له ایران او پاکستان څخه له ۸۰۰ زیاتې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت د مې په ۱۹مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې له ۵۰۰ زیاتې کورنۍ له ايرانه او پاتې یې له پاکستانه خپل هېواد ته رسېدلي دي.

پاکستان او ايران له تېرو دوو کلونو راهیسې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ تېزه کړې ده. دوی په لومړي سر کې بې اسناده افغانان اېستل خو د روان ۲۰۲۵ز کال په لومړيو کې یې اعلان وکړ چې په هغه هېواد کې مېشت شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډ لرونکي کډوال به هم باسي.

البته د پاکستان د سرحدونو چارو وزير امير مقام د مې پر ۱۳مه مشال راډيو سره په مرکه کې وويل چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د مهاجرت (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) کارډ لرونکو افغان کډوالو د اېستلو لپاره مخکې اعلان شوې، د جون اخري نېټه، وروستۍ هغه نه ده او د حتمي نېټې په اړه به یې وروسته کابینه پرېکړه کوي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اين اېچ سي ار) د مې پر پینځمه په يو راپور کې وويل چې د روان ۲۰۲۵ز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې نیږدې ۵۰۰،۰۰۰ افغان کډوال له پاکستان او ايرانه، خپل هېواد ته ستانه شوي چې ډېری یې ګڼې روغتيايي او اقتصادي ستونزې لري. یاده اداره اټکل کوي چې په ۲۰۲۵ز کال کې به دوه مېليونه افغانان له ايران او ۱.۶ مېليونه به له پاکستانه افغانستان ته ستانه شي.

د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډونه لري. هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې افغانانو ته ورکړي ول. بلخوا هلته څه باندې ۱،۳۰۰،۰۰۰ افغانان د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د مهاجرت (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) کارډونه هم لري.

XS
SM
MD
LG