نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
په وروستیو کې په خوست کې چایخانې او د کافي څښلو ځایونه زیات شوی دي چې ګڼ ځوانان د بنډارونو، خوشالیو لمانځلو او د دمې لپاره ورځي. د چایخانو مالکان وايي، هلته د خلکو ورتګ ورځ تر بلې زیاتېږي. ویډیويي راپور.
په خوست کې په وروستیو کې د اندامونو د ښکلا او ورزش یوشمېر کلبونه فعال شوي دي او ورته سلګونه ځوانان د تمرین لپاره ورځي. ورزشکاران وايي، دا سپورټ د فکري سکون، صحت، د وزن کنټرول او کاري وړتیا لپاره ګټور دی. د اندامونو د ښکلا ورزشکاران البته د وسایلو او مسلکي روزونکو د زیاتولو غوښتنه کوي. ویډیويي رپورټ.
په خوست کې د فبرورۍ پر ۱۹مه د زنداني ماشومانو لپاره تفریحي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام جوړ شوی وو. پروګرام د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست جوړ کړی وو چې پکې د شخصي ښوونځیو زده کوونکو د زنداني ماشومانو لپاره اصلاحي ډرامې (تمثیلونه) او ترانې وړاندې کړې. ویډیويي رپورټ.
په خوست کې د یوه بهرني خیریه بنسټ په مرسته پر سلو معیوبینو وېلچېرونه ویشل شوي دي. معیوبینو په دې خوښي څرګنده کړه چې د دې ویلچېرونو په واسطه به يې نېزدې ځایونو ته تګ راتګ اسانه شي.
د خوست د تڼیو ولسوالۍ اړوند د ګربزو صحرا کلي اوسېدونکو د څلور کېلومیټره سړک د هوارولو او جوړولو لپاره اشر کړی دی. د لویې پکتیا په ګډون د افغانستان په زیاتره پښتون مېشته سیمو کې خلک د اشرونو له لارې لویې چارې ترسره کوي. ویډیويي رپورټ.
د خوست ښار په پښتونستان پارک کې د ګربزو ولسوالۍ او د پکتیکا ولایت د اورګون لوبډلو ترمینځ د فوټبال سیالي شوې چې موخه یې سپورټ ته وده ورکول ول. د فبرورۍ اوومې سیالۍ منتظیمن وايي چې هڅه کوي چې ځايي لوبغاړي لویو سیالیو ته تیار کړي. د فوټبال ترڅنګ یوشمېر ورشکارانو د رزمي لوبو نمایش هم وکړ. ویډیويي رپورټ.
د اسټرالیا د بشري مرستو ټولنې په خوست کې له ۵۰۰ بې ځایه شویو او کډوالو کورنیو سره د ژمنیو توکو مرسته کړې ده. منتظمین وايي چې د مرستو په ترلاسه کوونکو کې نیمايي له ګاونډيو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي
د خوست د فني او حرفوي زده کړو په مرکز کې ۲۷۳ کسانو ته د برېښنا، کمپیوټر، موبایلونو ترمیم، او موټرسایکل جوړولو په برخو کې د زدهکړې زمینه برابرې شوې ده. د یاد مرکز برنامې د حکومت، یو شمېر نړیوالو بنسټونو او بهرنیو خیریه ټولنو لخوا مالي او تخنیکي ملاتړ ترلاسه کوي.
د جنورۍ پر ۳۱مه د خوست د باک ولسوالۍ د شملخېلو په الماس لوبغالي کې د کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې. پر هغه ورځ پایلوبه د فیضان او یعقوبیو لوبډلو ترمینځ وشوه چې فیضان وګټله. په اتلولۍ کې د خوست د بېلابېلو سیمو ۵۰ لوبډلو برخه اخیستې وه او د پایلوبې لیدو ته یې ګڼ خلک ورغلي ول. ویډیويي رپورټ.
د جنوري پر ۲۹مه د خوست په مرکز او ولسوالیو کې د هغو څلورو روغتیايي مرکزونو ودانیزې چارې بیا پیل شوې، چې د تېر جمهوري نظام تر سقوط وروسته نیمګړې پاتې شوې وې.
د خوست ولایت په صحرا باغ په لوبغالي کې د کرکټ ۱۰ اوریزو سیالیو د ټورنامنټ پایلوبې د سیمې د قهرمان په نامه لوبډلې ګټلي دي. هغه سیالۍ دوه میاشتې مخکې پيل شوې وې چې د ولایت او ولسوالیو ۱۲ کرکټ لوبډلو پکې ګډون کړی وو.
د جنورۍ پر ۲۲مه د خوست په مرکزي زندان کې ۶۰ بندیانو ته د کسبونو د ښوولو پروګرام پیل شو. د زندان چارواکي وايي، له دې يې هدف تر سزا پوره کېدو وروسته هغه کسان ټولنې ته د سالمو وګړو په توګه ور ستنول دي. نور په ویډيويي رپورټ کې.
د جنورۍ په ۱۷مه، په خوست کې د شیخ زاید په نوم د والیبال یو نوی خصوصي جمنازیوم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پکتیا کروندګر په مرکز ګردېز او نورو سیمو کې وروستیو واورو خوشاله کړي دي او هیله لري چې په نوي لمریز کال کې به یې حاصلات زیات شي. دوی وايي چې که نوره واوره هم وشي نو د ځمکلاندې اوبو سطح به زیاته شي. د ولایت اوسېدونکي وروستۍ واورې د ځنګلونو د احیا او ودې لپاره هم ګټوره بولي. ویډیويي رپورټ.
په خوست ښار کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې (يو اېن ډي پي) په مالي مرسته د ښار د پاک ساتلو او د ښاریانو او د کاروباریانو لخوا کثافت دانیو ته د خځلو او کثافتونو د اچولو په اړه د عامه پوهاوي په موخه اشر وشو. په دې کې په ښار کې د پاکۍ سربېره په بېلابېلو ځایونو کې لسګونه
د افغانستان د خوست ښار د تخته بیکې غونډۍ په لمن کې د ډېسېمبر پر ۳۱مه د ښاروالۍ ریاست د ښاري پلان او نقشې له مخې د غلې د نوې منډۍ د جوړولو کار پیل شو
د ډېسېمبر په ۲۶مه د خوست په لکڼو کې د "قومونو یووالي" تر نوم لاندې د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې، چې سلګونه خلک یې نندارې ته ورغلي ول. په سیالیو کې د خوست د مرکز او ولسوالیو ۱۶ لوبډلو ګډون کړی وو. د بلال مندوزي لوبډلې اتلولي خپله کړه.
د دیسمبر په ۲۴مه د خوست په ګمرک کې د باروړونکو موټرو لوی تمځای په اساسي ډول جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د موټرو یاد تمځای چې په نږدې ۱۴ جریبه ځمکه جوړ شوی
د ډېسمبر پر ۲۲مه په خوست کې د ترکیې د یو خیریه بنسټ له لوري د "شهیدانو او معلولینو" له۳۹۰ بې وزله کورنیو سره د پوښاک د ژمنیو توکو مرستې وشوې. مرستې ترلاسه کوونکو کورنيو پر مرستو خوښي څرګنده کړه او له اړونده ادارو او مرستندویه بنسټونو يې وغوښتل چې له هغوی سره دې نورې مرستې هم وکړي.
د خوست په پښتونستان پارک کې د کرکټ ټورنامنټ ترسره شوی دی. دا د ملګرو ملتونو په مالي همکارۍ شوی
نور وښیئ