خیبر پښتونخوا کې ۲ ماشومان ګوزڼ وهلي دي

په پېښور کې یو روغتیايي کارکوونکې ماشومانو ته د ګوزڼ مخنیوي څاڅکي ورکوي - انځور له ارشيفه.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام وايي، په خیبر پښتونخوا کې دوه ماشومان ګوزڼ وهلي دي.

هغې ادارې د مې پر ۲۱مه پر خپله ووبپاڼه په بيان کې ويلي دي چې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټېټیوټ یا اېن ای اېچ) د خیبر پښتونخوا په بنو کې د ۲۸ مياشتو د يو هلک او لکي مروتو کې د ۲۶ مياشتو د يوې نجلۍ د وینې په نمونو کې د پولیو وایرس تایید کړی دی او دا ډول سږ کال په هغه صوبه کې د ګوزڼ وهليو ماشومانو شمېر پينځو ته رسېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د اپرېل له ۲۱مې د پولیو اووه ورځنی واکسیني کیمپېن تر سره شو او ادارې پر میندو او پلرونو ټینګار کړی وو چې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکو ټولو ماشومانو ته څاڅکي ورکړي.

اداره زیاته کړې وه چې د کیمپېن پر مهال به ۴۵.۴ مېلیونه ماشومان واکسینوي.

له پاکستان سره هممهاله په ګاونډي هېواد افغانستان کې هم د پولیو کیمپېن تر سره شوی وو.

د پولیو مخنیوي پروګرام وايي، سږ کال یې په پاکستان کې د ګوزڼ ۱۰ پېښې ثبت کړې دي چې ورڅخه یې څلور ماشومان د سیند، پينځه د خیبر پښتونخوا او یو د پنجاب اوسېدونکی وو.

تر دې مخکې په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د پولیو ټولې ۷۴ پېښې ثبت شوې وې. تېر کال په پاکستان کې د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې. په هغه هېواد کې په ۲۰۲۳ز کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی.

د طالبانو حکومت په ۲۰۲۴ز کال کې په افغانستان کې د پولیو هېڅ مثبته پېښه نه وه تایید کړې، خو د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي، تېر کال په هغه هېواد کې ۲۵ ماشومان ګوزڼ وهلي ول. له هغو څخه یې زياتره د هېلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي دي.

په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې شپږ ماشومان د ګوزڼ ښکار شوي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.