په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی دی چې د پاکستان له زندانونو ۲۸۷ افغان کډوال خوشې کړل شوي دي.
یاد وزارت د مې پر ۲۴مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې خوشې شوي کسان د روانې مې میاشتې پر ۲۲مه او ۲۳مه نېټه افغانستان ته ورسېدل.
په بیان کې راغلي دي چې دغو کسانو له یوې ورځې نیولی تر ۱۰ ورځو پورې د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې تېرې کړې وې.
تر دې وړاندې د مارچ پر درېيمه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت خبر ورکړی وو چې د پاکستان له زندانونو ۴۷ افغان کډوال خوشې کړل شوي دي.
پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ چټکه کړې او په دې ترڅ کې داسې شکایتونه هم کېږي چې د پاکستان پولیس افغان کډوال له لارو او کوڅو نیسي او بیا یې په جبري ډول افغانستان ته ستنوي.
د پاکستان حکومت د روان ۲۰۲۵ز کال له پیل راهیسې په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې په سلګونه افغانان نیولي او له هغو څخه یې لسګونه افغانستان ته ستانه کړي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان په جنورۍ کې د پاکستان له حکومته غوښتي ول چې ټول بندي افغانان دې خوشې کړي او د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د افغانانو پر ډله ییزه ګرفتارۍ اندېښنه ښوولې وه.
دا هم وګورئ:
کراچۍ کې مېشت افغان کډوال وايي پولیس یې ځورويامير مقام: د جون ۳۰مه د پي او ار کارډ لرونکو افغانانو حتمي نېټه نه دهملګري ملتونه: اټکل دی چې په ۲۰۲۵ کې افغانستان ته څه دپاسه درې نيم ميليونه کډوال ستانه شيپاکستان په اپرېل کې له ۱۰۰،۰۰۰ زيات افغان کډوال ستانه کړيد پاکستان حکومت د اپرېل له پیل راهیسې په زوره د افغانانو ستنولو ته دوام ورکړی دی او د چارواکو په وينا، د هغې مياشتې تر پايه يې له ۱۰۰،۰۰۰ زيات بې اسناده او افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکي افغانان خپل هېواد ته ستانه کړي ول.
بلخوا د کړکېچ نړیوالې ډلې له اروپايي ټولنې غوښتي چې له پاکستانه وغواړي چې د افغان کډوالو د جبري ستنولو پروژه ودروي.
دغه سازمان د مې پر ۲۲مه پر خپله ووبپاڼه په خپاره کړي بيان کې زياته کړې ده چې اروپايي ټولنه دې له پاکستانه وغواړي چې د ټولو افغان کډوالو د قانوني وضعیت په پام کې له نیولو پرته د هغوی د جبري ایستلو مخه ونیسي.
تر دې وړاندې هم يوشمېر نړيوالو سازمانونو ویلي ول چې د افغانانو خپل هېواد ته ستنول یې ژوند له خطر سره مخامخولای شي.
د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ز کال له نومبر راهیسې له ۸۰۰،۰۰۰ زیات افغانان هېواد ته ستانه کړي دي.
پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰ز کال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل. البته د پاکستانیو چارواکو په وينا، شاوخوا ۶۰۰،۰۰۰ افغانان د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي دي.
په هغو کې ګڼ هغه افغانان هم دي چې امریکا، او اروپایي او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ په انتظار په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې مېشت دي.
د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د پاکستان د هغه وخت لنډمهاله حکومت بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خوښه د وتلو ویلي ول. د هغه کال د نومبر له لومړۍ راهیسې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شوی.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ادعا کوي چې اوس هم تر درې میلیونه پورې افغانان په پاکستان کې پراته دي.