د تورخم مزدوران: پر پاسپورټ او ويزې سربېره د ګنډو وړلو اجازه نه لرو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د تورخم د مزدورانو اتحادیې غړي وايي چې هلته د بېلا بېلو محدوديتونو له امله يې يو ځل بيا کار بند شوی او وړې تجارتي ګنډې افغانستان ته نه شي وړلی او نه هم له افغانستانه پاکستان ته مالونه راوړلی شي. هغوی د مې پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې سلګونه مزدورانو پاسپورټونه جوړ کړي او ویزې يې هم ورباندې لګولي دي خو پر دې سربېره پر تورخم دروازه نه پرېښوول کېږي. بلخوا په تورخم کې د پاکستان ګمرک یو چارواکی وايي چې د مرکزي حکومت پر امر يې د بهرني توکو د ګنډو پر وړلو راوړلو بنديز لګولی دی. د هغه وينا، دا مالونه له محصول پرته دواړو خواوو ته وړل کېږي نو ځکه دوی يې په قاچاقي مالونو کې شمېري.