پي اېس اېل: نن لاهور قلندرز او اسلام اباد یونایټېډ برخليک ټاکونکې لوبه کوي

د لاهور قلندرز لوبغاړي د کراچۍ کېنګز لوبډلې د توپوهونکي پر سوځېدو خوشحالي کوي ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د ۱۰م پړاو په سیالۍ کې لاهور قلندرز او اسلام اباد یونایټېډ یو بل ته مخامخېږي.

د لاهور په قذافي لوبغالي کې د مې پر ۲۳مه سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه نيمو او د کابل پر شپږو بجو پیلېږي.

د دې برخليک ټاکونکې لوبې ګټونکې لوبډله به د پي اېس اېل په پايلوبه کې له کوټه ګلېډيېټرز سره مخامخېږي.

تر دې يوه ورځ وړاندې، د مې پر ۲۲مه لاهور قلندرز کراچۍ کېنګز لوبډلې ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه.

کراچۍ کېنګز لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې يې د اتو لوبغاړو په زيان ۱۹۰ منډې وکړې.

په ځواب کې لاهور قلندرز لوبډلې په ۱۹م اوور کې د څلورو لوبغاړو په زيان ټاکل شوی هدف پوره کړ او لوبه يې وګټله.

د پي اېس اېل سیالۍ د اپرېل پر ۱۱مه په راولپېنډۍ کې پیل شوې چې پکې د پاکستان کرکټ بورډ په وینا، ټولې ۳۴ سیالۍ کېږي او پایلوبه به یې د مې پر ۲۵مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې وي.

د پي اېس اېل د ۱۰م پړاو لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم ګډون کوي.