کوټه ګلېډيېټرز لوبډله د پي اېس اېل سياليو پايلوبې ته وتلې ده

د کوټه ګلیډیېټرز لوبغاړي د مخالفې لوبډلې د توپوهونکي پر سوځولو خوشحالي کوي ـ انځور له ارشيفه

کوټه ګلیډیېټرز لوبډله د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د ۱۰م پړاو سياليو پايلوبې ته وتلې ده.

د مې پر ۲۱مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې کوټه ګلیډیېټرز لوبډلې اسلام اباد يونايټېډ ته په ماتې ورکولو سره دې مقام ته ته ځان ورساوه.

د سيالۍ پر وخت کوټه ګلیډیېټرز لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکليو ۲۰ اوورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۹ منډې وکړې.

په ځواب کې د اسلام اباد يونايټېډ ټول لوبغاړي په ۲۰م اوور کې د ۱۷۹ منډو تر جوړولو وروسته وسوځېدل او لوبه يې بايله.

نن (د مې پر ۲۲مه) د لاهور په قذافي لوبغالي کې کراچۍ کېنګز او لاهور قلندرز يو بل ته مخامخېږي. دغه لوبه د پېښور پر وخت ماښام اته او د کابل پر وخت ماښام اووه نيمې بجې کېږي.

د دغې لوبې ګټونکې لوبډله به د مې پر ۲۳مه له اسلام اباد يونايټېډ سره په نيمه پايلوبه کې سيالي کوي.

د پي اېس اېل سیالۍ د اپرېل پر ۱۱مه په راولپېنډۍ کې پیل شوې چې پکې د پاکستان کرکټ بورډ په وینا، ټولې ۳۴ سیالۍ کېږي او پایلوبه به یې د مې پر ۲۵مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې وي.

د پي اېس اېل د ۱۰م پړاو لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم ګډون کوي.