پاکستان، چین او په افغانستان کې د طالبانو حکومت موافقه کړې ده چې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سيپېک) پروژه به افغانستان ته هم غځوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مې پر ۲۱مه په يو خبرپاڼه کې ويلي دي چې د دغه هیواد مرستيال وزيراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په بیجينګ کې په يوه غير رسمي ناسته کې دا موافقه وکړه.
تر اوسه لا په دې اړه د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت له خوا جلا بيان نه دی خپور شوی.
بيان کې راغلي دي چې د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه همکاري یو مهم دريځ وباله چې د هغوی په وينا د سیمې "د امنیت او اقتصادي اتصال" د ودې لپاره ضروري ده.
بيان پر مخ ليکي چې هغوی "د سفارتي اړيکو د پیاوړتیا، د ترهګرۍ پر ضد د ګډې ژمنتيا او د سوداګرۍ، بنسټیزو جوړښتونو او پرمختیايي ودې لپاره د عملي ګامونو پر اخیستو بحث وکړ."
د ډار، وانګ او متقي په ليدنه کې دا پرېکړه هم وشوه چې د دغو دریو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو شپږمه غونډه به په نېږدې راتلونکي او مناسب وخت کې په کابل کې جوړه شي.
دا هم وګورئ:
شهباز شریف: د پاکستان اقتصادي راتلونکی له سيپېک پروژې سره تړلی دیچین-پاکستان اقتصادي راهداري افغانستان ته د غځولو لپاره اسلام اباد له کابل سره غږېدلی بلوڅ او سيندۍ وسله والې ډلې ولې چينایان په نښه کوي؟سيپېک پروژې ته کتنهتر دې وړاندې، د روان ۲۰۲۵ز کال د مې پر ۱۰مه د درېواړو هېوادونو د چارواکو ترمينځ په کابل کې خبرې شوې وې. هغه درې اړخیزې خبرې د ترهګرۍ ضد هڅو، اقتصادي همکارۍ او د زیربيناوو د پراختیا په ګډون پر یو لړ نورو موضوعاتو متمرکزې وې.
چین له پاکستان سره د اقتصادي دهلېز یا لارې (سیپېک) په پروژو کې د څه د پاسه ۶۵ اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو پانګونه کړې ده چې پکې د داسو او دیامر باشا بند تر څنګ د بلوچستان د ګوادر بندر هم شامل دی.
هغه پروژې د بیجنګ د یوې کړۍ، یوې لارې (بېلټ اېنډ روډ) نوښت لویه برخه دي او د عملي کولو لپاره یې چینايي انجینران، پوهان او کارکوونکي د پاکستان په بېلابېلو برخو کې پراته دي چې ورباندې په تېرو کلونو کې خونړۍ حملې هم شوې دي.