د سیند په یوه عدالت کې د پي ټي اېم د مخکښ حاجي عبدالصمد د قضیې اورېدنه وشوه

پښتون ژغورنې غورځنګ د مظاهرو پر مهال پر حکومت غږ کړی دی چې د حاجي عبدالصمد په ګډون دې د پي ټي اېم ټول نیول شوي مشران خوشې کړي - انځور له ارشیفه

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د يو مخکښ حاجي عبدالصمد د قضيې اورېدنه د سیند د دادو ضلعې کې په ترهګرۍ ضد عدالت کې وشوه.

د پي ټي اېم يو مخکښ بادشاه پشتين، چې د اورېدنې پر مهال هلته موجود وو، نن (د مې پر ۲۰مه) پر اېکس ليکلي چې قاضي وويل چې د مې پر ۳۰مه به د عبدالصمد د قضيې پرېکړه وشي.

پشتين وړاندې ليکلي چې پر دې سربیره، د مې پر ۲۱مه به په سيند های کورټ کې د حاجي عبدالصمد د قضیې د ضمانتونو د ارزونې يوه اورېدنه هم وشي.

د بنو پولیسو حاجي عبدالصمد د ۲۰۲۴ز کال په ډېسېمبر کې نيولی وو. وروسته هغه اسلام اباد او بیا سیند صوبې ته يووړل شو. پر نوموړي تور پورې شوی وو چې د ریاست پر ضد یې د خلکو د پارولو هڅه کړې او عامه نظم یې ګډوډ کړی دی.

خو پي ټي اېم پر هغه لګېدلي تورونه بې بنياده بولي او وايي چې د نوموړي ګرفتاري د امن لپاره د پورته کېدونکو غږونو د خاموشه کولو هڅه ده.

عبدالصمد خان د پښتون ژغورنې غورځنګ له مخکښانو څخه دی. هغه د ۲۰۲۴ز کال اکتوبر پر ۱۱مه د پښتون قامي عدالت په نوم د يوې جرګې په جوړولو کې مهم رول لوبولی وو.

پښتون ژغورنې غورځنګ د ځینو لاریونو او مظاهرو پر مهال پر حکومت غږ کړی دی چې د حاجي عبدالصمد په ګډون دې د پښتو ژغورنې غورځنګ ټول نیول شوي مشران خوشې کړي.