د شمالي وزيرستان په میرلي کې ځايي ولس په ډرون برید کې د څلورو ماشومانو تر وژل کېدو وروسته احتجاجي پرلت پیل کړی دی.
د پرلت مشرانو نن (د مې پر ۲۰مه) مشال راډيو ته وويل چې تېره ورځ (د مې پر ۱۹مه) د شمالي وزیرستان په هورمز سیمه کې د پاکستان پوځ په ډرون برید کې د یوه کور څلور ماشومان ووژل شول او دوه مېرمنې او یو بل ماشوم ژوبل شول.
پرلتوالو د مې له ۱۹مې راهیسې د وژلو شویو ماشومانو جسدونه په هرمز سیمه کې د احتجاج په ډول اېښي دي او وايي چې تر هغو به یې خاورو ته نه سپاري، تر څو حکومت او پوځ "پوخ ډاډ" نه وي ورکړی چې د عملیاتو پر مهال به د ولسي خلکو خوندیتوب ته پام کوي.
د پرلت یو مشر او په سیمه کې د پاکستان پیپلز ګوند مخکښ شفقت داوړ د مې پر ۲۰مه مشال راډیو ته ویل: "نن هم د ماشومانو له مړيو سره یو ځای په احتجاج ناست یو. موږ انصاف غواړو. اخر تر کومې پورې به له ناامنۍ سره مخامخ یو او د خپلو ماشومانو جنازې به پورته کوو؟"
د پرلت یو بل ګډونوال تابعدار داوړ مشال راډیو ته وویل، د پاکستان د نورو سیمو د خلکو په شان دې د وزیرستانونو خلکو ته هم د ژوند کولو حق ورکړل شي. هغه زياتوي، ټول عمر یې د امن لپاره په احتجاجونو کې تېر شو.
دا هم وګورئ:
په جنوبي وزیرستان او ډېره اسماعیل خان کې ډرون بریدونو ۸ ماشومان ژوبل کړيپه جانیخېلو کې د "پوځي بریدونو" خلاف پرلت دوام لريپه جانيخېلو کې "د پوځ ډرون برید" ۷ ښځې او ۸ ماشومان ژوبل کړي ديجانیخېلو له انتظامیې سره تر مذاکراتو وروسته پرلت پای ته رسولی دیپه خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان د خلکو استازی او صوبايي وزیر نېک محمد خان وايي، دا ډول بریدونه چې ولسي کسان پکې په نخښه کېږي، هېچا ته د منلو وړ نه دي.
نوموړي د مې پر ۲۰مه په یو بیان کې ویلي: "په ډرون بریدونو کې د ماشومانو د وژلو غندنه کوو. پوځ دې عملیات له ابادۍ ليرې ځایونو کې وکړي."
په عين حال کې ګڼو سیاستوالو او مدني فعالانو په شمالي وزیرستان کې په ډرون بریدونو کې د ولسي خلکو او په ځانګړي ډول د ماشومانو په نخښه کولو باندې غبرګون ښوولی او دا بریدونه یې غندلي دي.
بلخوا په ټولنيزو شبکو کې هم په دې اړه تاوده بحثونه روان دي.
د مې په نيمايي کې په جانيخېلو کې هم ځايي ولس په هاوان مرميو کې د ولسي کسانو د وژل کېدو پرضد پرلت وهلی وو.
بل پلو په میرامشا کې د پاکستان د پوځ یوه چارواکي، چې د موضوع د حساسیت له وجې یې نوم پټ ساتل غوره وګڼل، د مې پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې یاده مرګژوبله د پوځ په ډرون برید کې نه بلکې د هغه په وینا د وسلوالو له خوا د توغندیو په برید کې رامينځ ته شوې ده. دغه چارواکي پر وسلوالو دا تور هم پورې کړ چې د عامو خلکو په کورونو کې د ولسي خلکو په مينځ کې ځانونه پټوي.
خو تر اوسه لا هېڅ وسلوالې ډلې د پوځ د دغه چارواکي د ادعا په غبرګون کې څه نه دي ويلي او نه هم مشال راډيو په خپلواک ډول د دې پخلی کولی شي.
د شمالي وزیرستان انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) محمد یوسف کریم د مې پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې د پرلت ځای ته یې د مشرانو یوه جرګه استولې ده او هڅه کوي چې خلک مطمین او ستونزه هواره کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمو، په ځانګړې ډول په شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان کې د پوځ په ډرون بریدونو او هاوان مرميو (مارټر ګولو) کې عام خلک وژل کېږي.
د روانې مې مياشتې په نيمايي کې د جانېخیلو ولس په بنو کې د هغه ډرون بريد پر ضد پرلت وهلی وو چې په يو کور کې یې ۱۵ ماشومان ژوبل کړل. خو تر يوې اونۍ احتجاج وروسته ورسره ځايي انتظامیې مذاکرات وکړل او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د ولسي وګړيو خونديتوب ته به ځانګړې پاملرنه کېږي.
تر هغه مخکې په ميرلي او د جنوبي وزيرستان په بېلابېلو برخو کې هم د پاکستاني پوځ د ډرون او هاوان بریدونو پر ضد احتجاجونه شوي دي.
خلکو له حکومت او پوځ څخه غوښتنه کړې ده چې د ولسي وګړيو د کورونو له ویشتلو دې لاس واخلي. بلخوا پوځ ويلي چې د وسلوالو پر ضد د عملياتو پر مهال د ولسي وګړيو خونديتوب ته پام کوي.