طوفاني بارانونو په پېښور کې ۳ کسان وژلي دي

په پېښور کې باران - انځور له ارشيفه

په خیبر پښتونخوا کې تېزو هواګانو او طوفانونو لږ تر لږه ۳ کسان وژلي او ۱۴ نور یې ژوبل کړي دي.

د خیبرپښتونخوا د قدرتي افتونو د نظم ادارې ویاند انور شهزاد د مې پر ۱۹مه، مشال راډيو ته وويل چې د سختو بارانونو او تېزو بادونو له وجې درېواړه وژل شوي کسان په پېښور کې وو. د هغه په وينا نور ډير زیانونه په خيبر، مردان او چارسده کې شوي دي.

نوموړی زياتوي چې زياتره مرګژوبله د دیوالونو، سولر پينلونو او ونو د غورځېدو له وجې شوې ده.

د خيبر پښتونخوا د موسمياتو محکمې مشر، محمد فهيمد مې پر ۱۹مه مشال راډيو ته وويل چې پينځه ورځې وروسته بیاد ډېرو بارانونوامکان دی چې ممکن ګرمي ورسره کمه شي خو خلک بايد احتياط وکړي چې په باران کې یې زیان ونشي.