نتنياهو: ټوله غزه تر خپل کنټرول لاندې راولو

د اسراييلو ټينکونه په غزه کې - انځور له ارشیفه

د اسراييل وزيراعظم بنیامین نتنیاهو د مې پر ۱۹مه ويلي دي چې د غزې ټوله سیمه تر خپل کنټرول لاندي راولي.

رويترز خبري اژانس په خبره نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې پر اسراييل نړيوال فشارونه زيات شوي چې غزې ته د مرستو رسولو لپاره لګول شوي بنديزونه لېري کړي.

د اسراییلو پوځ، چې د مې پر ۱۶مه یې د نوو عملیاتو د پيلولواعلان کړی وو، د مې پر ۱۹مه، د جنوبي ښار، خان یونس اوسېدونکو ته خبرداری ورکړ چې په سمدستي توګه له هغه ځای ووځي ځکه چې دوی د "یو بې ساري برید" تياری نيسي.

نتنیاهو په یو ویډیو پیغام کې وویل: "لویه جګړه روانه ده. شدیده او لویه. موږ به د غزې ټولې برخې کنټرول کړو." نوموړي هوډ وښود چې په غزه کې د حماس وسلوالو لخوا نیول شوي ۵۸ یرغمل شوي کسان خوشې کولو او د فلسطیني وسله والې ډلې له منځه وړلو سره به "بشپړه بریا" ترلاسه کړي.

امريکا او اروپايي ټولنې حماس وسله واله ډله ترهګره اعلان کړې ده.

بلخوا، رويټرز او نورو خبري اژانسونو د غزې روغتيايي چارواکو په حواله د مې پر ۱۹مه وویل چې د شپې په اوږدو کې د اسراييلي ځواکونو هوايي بريدونو لږ تر لږه نور ۲۰ فلسطينيان ووژل. دا په داسي حال کې ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اسراييلي ځواکونو په غزه کې ۱۶۰ هدفونه په نخښه کړي دي. د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي چې په تېرو اتو ورځو کې په بریدونو کې له ۵۰۰ ډیر کسان وژل شوي دي.

د اسراییلو پوځ ویلي د روانو عملياتو مقصد یې، د حماس د پوځي او حکومتي وړتیاوو له منځه وړلو او د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې نیول شوي پاتې یرغمل بیرته راخوشي کول دي.

البته، روټيرز اژانس خبر ورکړي چې د نتنیاهو دفتر د مرستو رسولو په برخه کې د نرمښت اعلان کړی او ويلي يې دي چې اسراييل به په محدود مقدار کې خواړه غزې ته د پرېښودو اجازه ورکړي. فلسطینی رسنیو د مې پر ۱۹مه وويل چې په خوراکي توکو بار ۵۰ لاريو ته غزې ته داخلېدو اجازه ورکړل شوې ده.