په افغانستان کې د طالبانو د حکومت بهرنیوچارو سرپرست وزیر امير خان متقي او د ايران بهرنيوو چارو وزیر عباس عراقچي سره په سیمه ییز امنيت او اقتصادي راکړې ورکړې غږېدلي دي.
په کابل کې د طالبانو د حکومت بهرنيوو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې متقي او عزاقچي د مې پر ۱۷مه، په تهران کې له يو بل سره وکتل. د خبرپاڼې ترمخه، هغوی په ایران کې د مېشته افغان کډوالو او د اوبو پر مسله هم خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې ويل شوي چې متقي له عراقچي غوښتنه وکړه چې له ايرانه دې د افغان کډوالو ستنول د افغانستان د شرایطو په پام کې نيولو سره په مرحله وار شکل وشي. په خبرپاڼه کې دعوه شوې چې عراقچي ژمنه وکړه چې افغان کډوالو ته به اسانتياوې برابروي. تر اوسه د ایران حکومت د دې ملاقات په اړه کومه خبرپاڼه نه ده خپره کړې.
دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه وايي ايران او پاکستان له خپلې خاورې د افغان کډوالو جبري اېستلو ته دوام ورکړیدی. د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړيوالې ادارې (ای او اېم) ويلي چې هره اونۍ په زرګونو افغان کډوال له ايران او پاکستانه افغانستان ته ستنول کېږي چې سمدستي روغتيايي خدماتو او سرپناوو ته ضرورت لري.
پر دې سربیره، ايراني چارواکي له افغانستانه په وربهېدونکو ابو کې ډېره ونډه غواړي. دوی ادعا لري چې په افغانستان کې د بندونو جوړېدو ايران ته د اوبو ورتګ کم کړی دی. خو د طالبانو حکومت په بیا بیا ويلي چې د افغانستان تېرو حکومتونو لخوا نړيوالو سره شوي تړونونو ته ژمن دی او پر ايران اوبه نه کموي.