پاکستان په نړۍ کې له هغو یو څو پاتې هیوادونو کې دی چې په کې د پولیو ناروغي نه ده ختمه شوې.
په دې خپرونه کې له پوهانو، دیني عالمانو او د روغتیا د څانګې له ماهرانو سره خبرې شوې دي چې ولې دا ناروغي نه ختمېږي او هغه څه وجوهات دي چې خلک خپلو بچیو ته د پولیو یا د ګوزڼ د ناروغۍ د مخنیوي څاڅکي نه ورکوي.