د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلاميه کالج پوهنتون د يوې زده کوونکې د ځورونې په تور يو استاد له دندې ليرې کړی


په پېښور کې د اسلامیه کالج وداني
په پېښور کې د اسلامیه کالج وداني

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي د پيښور اسلاميه کالج پوهنتون انتظاميې هغه اسیسټنټ پروفیسر له دندې ليرې کړی چې د يوې زده کوونکې په ځورولو تورن شوی وو.

د هغه پوهنتون وياند علي هوتي د مې په ۱۸ مه مشال راډيو ته وويل چې يوې زده کوونکې د يو استاد پر ضد شکايت درج کړی وو چې هغه یې ځورولې ده. د هوتي په خبره، يوې تحقیقاتي کمېټې هراړخیزې پلټنې وکړې او تورن استاد ته هم پکې د خپل دريځ د اورولو موقع ورکړل شو. تر دې وروسته، د کمېټې پلټنو وښوده چې د هغې جلۍ دعوه سمه وه. د هوتي په خبره د ځوروونې تر ثابتېدو وروسته، هغه استاد له دندې ليرې کړل شو.

پوهنتون د زده کوونکې او استاد نوم نه دی په ډاګه کړی او نه یې هم د ځوروونو په اړه وضاحت کړی دی. خو د تعليم وزير، مينا خان افريدي پر اېکس ليکلي چې حکومت یې په تعليمي ادارو کې ځورول نه شي برداشتولی. هغه د پوهنتون دغه ګام ستایلی دی.

له دې وړاندې هم د خيبرپښتونخوا په ځينو پوهنتونونو کې نجونو له جنسي ځورونو شکايتونهکړي دي. دوی په يو لړ مظاهرو کې پر حکومت غږ کړی چې که کوم استاد په ځورونو تورن شي، باید سمدستي یې په خلاف کاروايي وشي.

  • انځور سایز

    خالده نیاز

    خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG