د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملي جمهوري غورځنګ: د حکومت د نااهلۍ له وجې وسله وال اوس د سکولونو د بندولو امرونه کوي


په شمالي وزيرستان کې امنيتي ځواکونه د پېرې په حال کې - انځور له ارشيفه
په شمالي وزيرستان کې امنيتي ځواکونه د پېرې په حال کې - انځور له ارشيفه

ملي جمهوري غورځنګ تر هغه وروسته د پاکستان پر وفاقي او د خیبرپښتونخوا پر صوبايي حکومت نيوکې کړې چې په شمالي وزيرستان کې وسله والو د سرکاري سکولونو د بندولو ګواښ وکړ.

د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ د مې په ۱۸مه مشال رېډيو ته وويل چې حکومت د وسله والو په فعاليت سترګې پټې کړې دي. هغه زیاته کړه چې د شمالي وزيرستان په شوه کې سکولونو ته د وسله والو ورتګ او د سرکاري ښوونځيوو د بندولو امر په دې معنا دی چې د حکومت عملداري نشته.

هغه وویل چې د پاکستان پوځ دعوه کوي چې لوی طاقت لري خو بل طرف ته یې په خپله سیمه کې وسله وال په ښکاره سکولونه تړي. "څه چې په افغانستان کې وشول هغه دغلته کیدونکي دي. پوځ او حکومت سنجیده نه دي. نه غواړي چې وسله وال له منځه یوسي."

داوړ پر اېکس ليکلي چې د امنيتي ځواکونو په موجودګۍ کې ښوونځيوو ته د وسله والو ګواښونه کول، د شرم خبره ده. د پاکستان پوځ د دې تورونو په اړه څه غبرګون نه دی ښوولی خو مخکې يې په وار ويلي دي چې د وسله والو پر ضد بې توپیره عمليات کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د مې په ۱۶ مه په ټولنيزو رسنيو کې يوه ويډيو خپره شوه چې پکې ناڅرګنده وسله وال شيوه سیمه کې يو سکول ته ورغلي دي. وروسته، بیا هغه وسله وال په ياده سیمه کې د سرکاري سکولونو د تړلو امر کوي او وايي چې د مې له ۱۹مې بايد ښوونځي وتړل شي.

د شمالي وزیرستان د تعلیم څانګې مشر دلاور وزیر د مې پر ۱۸مه، مشال راډيو ته وويل چې د وسله والو د دغه ګواښ په اړه يې له اړونده ادارو سره رابطه کړې ده. هغه هيله وښوده چې دا مسله به حل شي او سکولونه به نه بنديږي.

کالعدم وسله والې ډلې، تحريک طالبان پاکستان په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې هغه ښوونځي ته ورغلي وسله وال د دوی کسان نه دي او دوی د سکولونو تړلو امر نه دی کړی. تر اوسه بلې کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

وسله والو ه ۲۰۲۴ کال کېپه شمالي وزیرستان کې ۵ ښوونځي ويجاړ کړي وو. په هغوی کې درې يې د نجونو وو. پر دې سربیره یې په ځينو هدفي بریدونو کې يو شمېر ښوونکي هم په نښه کړي دي. د اکثره هغه حملو ذمه واري کومه وسله واله ډله نه مني.


XS
SM
MD
LG