د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، د امریکا وګړي د افغانانو ملاتړ ته ژمن دي.
انتوني بلینکن د جنورۍ پر ۱۵مه، په خپل ټویټر کې لیکلي چې د افغانستان پر موضوع یې د بشري چارو او د بېړنیو مرستو د همږغۍ لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال مارټین ګریفیتس او د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مشر پیټر ماوریر سره د انټرنیټ له لارې لیده کاته کړي دي.
نوموړي ویلي چې په دې لیدو کتو کې یې له ملګرو ملتونو او سره صلیب سره د امریکا د موجودو هڅو په اړه د همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چار وزیر له NBC ټلویزیون سره په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي وو چې هیواد یې هڅه کوي، د نړیوالې ټولنې په همکارۍ اړمنو افغانانو ته بشري مرستې ورسوي.
بل پلو، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ اداره وايي، په افغانستان کې ۹۵ فیصده وګړي کافي خواړه نه لري. د دې ادارې د اسیا پېسېفیک د څانګې مطبوعاتي مسوول پېیر پرسن د جنورۍ پر ۱۵مه، په ټویټر کې لیکلي، په افغانستان کې زیاتې میندې خپل خواړه هم خپلو ماشومانو ته ورکوي، چې له لوږې وژغورل شي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د افغانستان نیمايي وګړي د بېوزلۍ له کبله له لوږې سره مخامخ دي، چې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.